چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان  ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی

د افغان  ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی

د افغان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی. د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وايي له نوموړي سره په دې پلاوي کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی شامل دي. ارګ پرون په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه پلاوی به سبا (نن) د پاکستاني مقاماتو په غوښتنه هلته سفر وکړي. د اعلاميې له مخې پاکستاني صدر اعظم شاهدخاقان عباسي له ډاکټر غني غوښتي و، چې پر ځينو امنیتي مسائلو د بحث لپاره یو پلاوی ور ولېږي. نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پاکستاني پلاوي په ارګ کې له افغان چارواکو سره پر ځینو مواردو هوکړه وکړه، چې دولتي ویندویانو ټينګار کاوه چې له دې سره به امنیتي وضعیت ښه شي. افغان چارواکي پاکستان د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د جنګیالیو پر ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا پخپله خاوره کې جنګیالي د افغان چارواکو له ملاتړه برخمن بولي. دا په داسې حال کې دی چې پاکستان تازه قبایلي سیمې د صوبې برخه وګرځوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *