پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان ولسمشر په فرمان د کندز زندان نه ۶۳ بندیان خوشي شو

د افغان ولسمشر په فرمان د کندز زندان نه ۶۳ بندیان خوشي شو

د کندوز ولايت له محبسه ٦٣بنديان خوشې شول. یاد زندانیان د ولسمشر د حکم له مخې خوشي شوي دي. د کندوز د استېناف څارنوالۍ رييس محمد عارف مبشر نن په يوې خبري ناسته کې وويل چې یاد بندیان د مجاهدينو د بريا د ٢٦ کاليزې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې، خوشې شوي دي. مبشر وويل چې ددغو بنديانو له يوه تر پنځو کلونو پورې د بند موده پاتې وه چې پاتې موده د ولسمشر د فرمان په اساس عفوه شوه. د ده په خبره، چې ننني خوشې شوي بنديان د بېلابېلو جرمونو له امله بنديان شوي وو. هغه له بنديانو وغوښتل چې له دې وروسته بيا جرم ته مخه نه کړي څو بيا يې ازادي سلب نه شي. د کندوز د محبس مدير ډګروال محمد ناصر وويل، چې په دې زندان کې قانون حاکم دى او بنديان د فرمانونو له ګټې برخمن کيږي. دده په خبره ، په دغه زندان کې د ١٤ښځو په ګډون ٤٥٠تنه بنديان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *