یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶ملکیان وژل شوي دي

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶ملکیان وژل شوي دي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي، د تيلو دوه پمپونه، ١٨ موټر او ٦ موټرسايلکونه سوځېدلي دي. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي وويل، چې د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې ځمکني عمليات کړي دي. هغه وويل چې په عملياتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او امنيتي ځواکونو درې مشکوک کسان نيولي دي. دی زياتوي، چې د عملياتو پر مهال د خلکو ۱۸ موټر او شپږ موټر سايکلونه هم تخريب شوي دي. وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي دي. څو ورځې وړاندې هم د خوږياڼو ولسوالۍ همدا سيمه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لورې په نښه شوې وو او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *