شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د امریکاتندو غبرګونونو په پاکستان کې ۷۲ ترهګرې ډلې راښکاره کړي

د امریکاتندو غبرګونونو په پاکستان کې ۷۲ ترهګرې ډلې راښکاره کړي

د امریکا له لوري له پاکستان سره د پېل شوي چلند اغېزې رابرسېره کېدونکې دي. په یوه تازه اقدام کې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو دوه اویا ډلو ته د خلکو له لوري په پیسو ورکولو بندیز لګولی دی.

دغه اعلان چې د حکومت له لوري د هېواد په ټولو لویو ورځپاڼو کې په اردو ژبه خپور شوی، په کې ویل شوي، هر چا چې له دوی سره مرسته وکړه؛ نو په لس کاله بند به محکوم شي او نغدي جریمه به هم شي.

په دغو ډلو کې د هند په بمبيي کې د چاودنو مسووله ډله جماعت الدعوه چې مشر يې حافظ سعید دی، هم شامله ده. دی موده وړاندې لاهور کې یوې محکمې خوشې کړ چې هند او امریکا ورته توند غبرګون وښود.

د جماعت الدعوه سربېره فلاح انسانیت بنسټ، جیش محمد، لشکر طیبه او نورې ډلې شاملې دي.

امریکا پاکستان ته شاوخوا یو میلیارد ډالر مرسته ځنډولې. امریکا له پاکستان څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اغېز لرونکو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: