یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د امریکايي او افغان ځواکونو غیر قانوني هوايي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د امریکايي او افغان ځواکونو غیر قانوني هوايي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د امریکايي او افغان ځواکونو غیر قانوني هوايي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي چې امریکايي او افغان ځواکونو په ځلونو په غیر قانوني توګه هوايي بریدونه کړي دي، ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو ددغه بریدونو په اړه یې هېڅ ډول څېړنې نه دي کړې. ددغه ادارې یوې څارنوالې پتریشیا ګاسمن په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار، کندوز، لوګر په ګډون په ګڼو ولایتونو کې داسې هوايي بریدونه کړي دي چې ملکي وګړو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده خو وروسته یې په اړه هېڅ ډول څېړنې نه دي کړې. د ګاسمن په وینا هر کله چې امریکايي یا افغان هوايي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بیا یې د پېښې د څېړنې ژمنه کړې خو عملي کړې یې نه ده. د نوموړې په وینا همدې مسئلې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه کړې ده او د افغان حکومت او امریکا پر وړاندې د خلکو کرکه پارېدلې ده. دغه نړیواله اداره وايي چې د افغان او امریکایي ځواکونو په ورته غیر قانوني هوايي بریدونو کې ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې، بشري حقونو تر پښو لاندې شوي او اړتیا ده چې په دې برخه کې امریکا او افغان حکومت جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: