دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې د خپل نوي قمندان ټاکل تاید کړل

د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې د خپل نوي قمندان ټاکل تاید کړل

د امریکا ددفاع وزارت تایید کړې چې جنرال آستین مولر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان ټاکل کېږي. د امریکا ددفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مېلر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشري کوي. هغه د ټرمپ له لوري ګومارل شوی، خو د خپلې دندې د پیل لپاره د امریکايي سناتورانو د تایید رایې ته اړتیا لري. که هغه د تایید رایه ترلاسه کړي نو دا به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د خونړۍ جګړې نهم راغلی قومندان وي. سپوتنیک انګلیسي دغه ټاکنې ته په اشارې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ګڼ قومندانان بدل کړل، تګلاره یې بدله کړه، خو لا هم دلته ناکامه ده او په دغه هېواد کې ترهګري پياوړې شوې ده. د سرچینې په وینا په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا ناکامي ښيي او دوی نه دي بریالي شوي چې ترهګر مات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: