دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالبانو سره کتلي دي. یوې باوري سرچینې ویلي، چې الیس ویلز د تیرې جمعې په ورځ په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو اترو پر څرنګتیا خبرې کړې دي. د سرچینې په باور، طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ته ویلي، دوی له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې غواړي، خو له افغان حکومت سره مذاکراتو ته لېواله نه دي. په ورته وخت کې طالب استازو په کراچۍ کې له چینايي چارواکو سره هم مذاکرات کړي دي. واشنګټن په افغانستان کې د خپلې پوځي ستراتیژۍ له ناکامۍ وروسته، په دې لټه کې دی، چې روانه ستونزه د خبرو اترو له لارې اواره کړي. الیس ویلز تر دې وړاندې پاکستان او کابل ته هم سفرونه کړي او له دواړو خواوو، افغان چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاستوالو سره یې د سولې مذاکراتو په اړه بحثونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *