جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا د میلي امنیت سلا کار جان بولټُن روسیې ته په سفر ځي

د امریکا د میلي امنیت سلا کار جان بولټُن روسیې ته په سفر ځي

ټاکل شوې د امريکا متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټُن د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره مسکو ته ورسېږي.

د دې خبرو هدف هغې سرمشريزې ته زمينه برابرول دي چې په پام کې ده د امريکا او روسيې د ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او ویلاديمير پوتين ترمنځ راتلونکې ميلادي مياشت وشي.

په پام کې ده د امريکا د ملي امنيت سلاکار تر خپلې کتنې وروسته د افغانستان پر وخت د شپې پر نهو بجو يوه خبري کنفرانس ته وينا هم وکړي.

په دې وينا کې به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د سرمشريزې د وخت او ځاى په اړه معلومات ورکړي.

جان بولټُن په داسې حال کې مسکو ته ځي چې پرون او وړمه ورځ يې په لندن او روم کې د امريکا له متحدانو سره کتنې درلودې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په يوه ټلويزيوني وينا کې ويلي، ولسمشر ټرمپ ښايي په نېږدې راتلونکي کې له پوتين سره وګوري.

د اتريش يوې ورځپاڼې راپور ورکړى چې د امريکا او روسيې ډلو له مخکې لا په ويانا کې د دواړو ولسمشرانو د جولاى د ١۵مې د سرمشريزې لپاره چمتووالى پيل کړى دى.

د امريکا يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز اژانس ته پرون ويلي چې د دې کتنې لپاره د فنلنډ پلازمېنه هلسينکي يو احتمالي انتخاب دى، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه له روسي لوري سره د بولټُن په خبرو پورې تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *