پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا لوړه دفاعي بودیجه ښيي، چې واشنګټن ته دیموکراسي هسې افسانه ده

د امریکا لوړه دفاعي بودیجه ښيي، چې واشنګټن ته دیموکراسي هسې افسانه ده

د امریکا لوړه دفاعي بودیجه ښيي، چې واشنګټن ته دیموکراسي هسې افسانه ده او دوی ډېر تمرکز پر جګړو کوي. په امریکا کې د جګړې ضد غورځنګ یوه مخکښ فعال تای بري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا ۷۱۷ ملیارده ډالر بیا ځان ته دفاعي بودیجه ټاکلې ده. دده په وینا دغه بودیجه به بیا د امریکا د جګړې ماشین چټک کړي او د سلګونه انسانانو ژوند ته به خطر متوجه کړي. د هغه په وینا د امریکا دومره لوړه نظامي بودیجه ښيي، چې دغه هېواد ته ولسواکي یا دیموکراسي هسې افسانه ده او دوی بیا هم د خپلې جګړې ماشین چالان ساتي. نوموړي ویلي دا جګړې او پر جګړې دومره پیسې لګول، نه یوازې د نړیوالو راتلونکو نسلونو ته خطر دی، بلکې د امریکا پر زده کړو، اوسني نسل او راتلونکې پراخ منفي اغېز لري. هغه ویلي چې د امریکا دولت او استازي د وسلو د سترو سوداګرو په معافیاتي دام کې ګیر دي او هر ډول لوبې د یادو معافیايي ډلو لخوا پر امریکايي چارواکو کېږي. دده په خبره دوی پر امریکايي حکومت خپلې وسلې پلوري او دغه هېواد هم میلیاردونه ډالر بودیجه نظامي برخې ته ځانګړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *