جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / د امریکا ملیاردونو ډالرو د افغانانو زړونه ندي مرهم پټي کړي

د امریکا ملیاردونو ډالرو د افغانانو زړونه ندي مرهم پټي کړي

په دا وروستیو کې د امریکایي کارپوهانو له خوا داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې د امریکا مصارف په افغانستان کې بې ګټې لګول شوي او لا هم د افغانانو په زړونو کې ځای نه لري

دا راپورونو په داسې حال کې رسنیز کیږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د راروان کال لپاره خپله بودیجه اعلان کړي

ویل کیږي، په دغه بودیجه کې به ۱۶ میلیارده ډالره د هغو جګړو د پای ته رسولو لپاره مختص شي چې دمګړی امریکا پکې ښکېله ده

د دغې بودیجې زیاته اندازه ممکن په افغانستان کې ولګول شي

بل خوا واشنکټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا چارواکي په دې خبره غور کوي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې ځوان نسل ولې په اصطلاح تندلارۍ ته مخه کوي او وسلوالو مخالفینو سره یو ځای کیږي

واشنکټن پوسټ ورځپاڼه د ځوانانو دې پرېکړو اندېښمنه کړې او لوی علت یې په جګړه ځپلو هیوادونو کې بې روزګاري او بې وزلي بللې ده

هېره دې نه وي چې امریکایي کارپوهانو د ټرمپ پر دغه پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او تر نیوکو لاندې ده؛ ځکه دوی ویلي دي، چې ممکن د افغان جګړې لپاره ځانګړې شوې بودیجه د تېر په شان بیا د مافیا لاس ته ولویږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: