پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا ولسمشر له کیم جونګ اون سره وکتل

د امریکا ولسمشر له کیم جونګ اون سره وکتل

د رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ او کیم جونګ اون نن په سنګاپور کې په ځایي وخت ۹ بجې له یو بل سره وکتل. ټرمپ په دغه لیدنه کې په لنډه توګه ویلي، هیله لري چې شمالي کوریا ورته یو ښه ملګری وي او خبرې ښې پایلې ولري. د رسنیو پر وړاندې تر څرګندېدو وروسته دواړه چارواکي د ۴۰ دقیقه يي کنفرانس د ترسره کولو لپاره د کنفرانسونو تالار ته لاړل، دا چې دوی به په دغه کنفرانس کې کومې هوکړې ته رسېدلي وي په اړه به راپورونه وروسته خپرېږي. د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ له کلونو راهیسې د اټومي وسلو د لرلو له امله اړیکې ترینګلې وې خو په دې وروستیو ۷ کلونو کې ددوی ترمنځ یو کړکیچ رامنځ ته شوی و، چې یو بل یې ان په اټومي بریدونو تهدید کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *