یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا په اوولس کلنه جګړه کې القاعده لا اوس هم پیاوړې ده

د امریکا په اوولس کلنه جګړه کې القاعده لا اوس هم پیاوړې ده

غربي رسنیو د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې ویلي، چې تر اوولس کاله فشار او جګړو وروسته لا هم القاعده شبکه نه ده ختمه شوې او په ځینو سیمو کې تر داعش هم پیاوړې ده. سرچینه کاږي چې القاعده شبکه لا هم له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او کسان یې له طالبانو سره په یوه خط کې څنګ پر څنګ جګړې کوي. په راپور کې راځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمې د القاعده د مشرانو او مخکښو قومندانانو امن مرکزونه دي او د اسامه زوی حمزه هم په همدې سیمه کې دی. په راپور کې ویل شوي چې ایمن الظواهري ددغه ډلې مشري کوي او د ایران مستقیم ملاتړ ورسره دی. راپور زیاتوي چې په ځینو برخو لیکه یمن، سومالیا او جنوبي افریقا په ځینو سیمو کې القاعده شبکه تر داعش هم پياوړې ده. ملګري ملتونه دغه ډله لا هم نړیوال امنیت ته ستر خطر بولي او ټینګار کوي چې باید د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره اړین او پر ځای ګامونه واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *