چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د امریکا په یو ښوونځي کې ۲۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښې ده

د امریکا په یو ښوونځي کې ۲۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښې ده

د امریکا په یوه ښوونځي کې ډزو مرګ تلفات اړولي دي. رپوټونو کې ویل شوي، د امریکا فلوریډا ایالت پارک لنډ سیمې په یوه ښوونځي کې ډزې شوې دي او له پېښې نژدې یو ساعت وروسته ځايي پولیسو وویل، چې بریدګر نیول شوی دی. د ښوونځي مشر رابرټ ریونسي وویل، پېښه کې زیان هم اوښتی او ګومان کوي، نیول شوی مشکوک کس به د ښوونځي پخوانی زده کونکی وي. ځايي پولیسو، پېښه کې تر اوسه د ۱۴ کسانو ټپي کېدل تایید کړي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي. بل لور ته د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ کسه یاد شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: