یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا پوځ درېیمه برخه تلفات د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د نورو پېښو له امله ده

د امریکا پوځ درېیمه برخه تلفات د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د نورو پېښو له امله ده

افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځ درېیمه برخه مرګ ژوبله د جګړې پر ځای د نورو پېښو له امله ده. یو شمېر امریکايي رسنیو د هغې وروستۍ څېړنې خبر راخیستی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په عراق او افغانستان کې امریکایي پوځ ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه شوې ده. دا څېړنه پخپله د امریکا د دفاع وزارت لخوا شوې او وايي، پوځ ته د وراوښتې مرګ ژوبلې یو په درېیمه برخه د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د نورو پېښو له امله ده. د بېلګې په توګه څېړنه وایي چې له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۴ کاله پورې په عراق او افغانستان کې ګڼ شمېر امریکایي پوځیان د موټرو په ټکر کې وژل شوي، یا را لوېدلي دي او یا هم د جګړې له ډګره بهر کومه بله پېښه شوې. څېړنه وایي، په هرو لسو وژل شویو امریکایي سرتېرو کې یو یې د ناجنګي لاملونو له کبله وژل شوی. په دې څېړنه کې د مرګ ژوبلې ۳۰ زره پېښې څېړل شوې دي. موندنې ښیي چې د جګړې له ډګره بهر د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېرې پېښې د امریکا په هوایي پوځ کې رامنځته شوې دي. څېړونکي وایي، په دې څېړنه کې یوازې جدي قضیې راټولې شوې چې په روغتون کې ثبت دي او دا ډول پېښې په حقیقت کې ښایي د دوی تر موندنو هم ډېرې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: