سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / د امریکا کلیفورنیا ایالات په سلګونه کورونه سېلابونو،توپان اوځمکې ښوېدو ویجاړ کړي دي

د امریکا کلیفورنیا ایالات په سلګونه کورونه سېلابونو،توپان اوځمکې ښوېدو ویجاړ کړي دي

  د امریکا په کليفورنيا ايالت کې د سېلابونو، توپان او ځمکې ښوېدو له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او تر اوسه په کې د ديارلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی. پولیس وايي، چې د کليفورنيا په لويديځ لاس انجلس سيمه کې يې په خټو او اوبو کې ديارلس مړي موندلي دي. د سيمې د پوليسو يوه مشر بيل براون رسنيو ته ويلي: «په ډېره خواشینی تاسې ته خبر درکوم، چې لږ تر لږه ديارلس مړي مو په اوبو او خټو کې موندلي او شونې ده، چې دغه شمېر نور هم زیات شي.» پوليس دا هم وايي، چې په پلټونکو سپيانو او نورو ماشینونو په نړيدلو ودانيو کې د بندو او وژل شوو خلکو لټون روان دی او رسنيو ته يې ويلي، چې په دې اړه به نور معلومات په خپل وخت کې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: