چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکې د دفاع وزیر جېم میټس وايي طالبان په مذاکراتو کې “دلچسپي” لري

د امریکې د دفاع وزیر جېم میټس وايي طالبان په مذاکراتو کې “دلچسپي” لري

د پېنټگان مشر یا د امریکې ددفاع وزیر جېم مېټس
د پېنټگان مشر یا د امریکې ددفاع وزیر جېم مېټس

د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس ویلي په افغانستان کې بریا ممکنه ده او دا گټه د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مفاهمت دلارې هم ترلاسه کیدیی شي.

کابل ته د نهې، سه شنبې، په ورځ په ناڅاپي سفر د رسیدو په وخت جېم مېټس وویل د امریکې دپاره په افغانستان کې گټه ممکنه ده خو ضروري نه ده چې دغه گټه د جنگ په مېدان ترلاسه شي.

جېم مېټس وویل “مونږ په افغانستان کې بریا ته سترگې په لار یوو…پوځي گټه نه، گټه به (د طالبانو سره) سیاسي مفاهمت وي.”

هغه زیاته کړه “مونږ ته معلومه ده چې طالبان هم دلچسپي لري.”

هغه وویل “دغ پل لا لرې ښکاري” خو کوښښ دا دی چې هغه طالبان را بیل کړی شي چې د تېرو ١٦ کلونو د جگړې نه ستړي شوي دي.

جېم مېټس وویل هغه به د افغان صدر او امریکايي پوځي مامورینو سره ویني.

د ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره وایي کابل ته جېم مېټس د رسیدو په وخت د امنیت په خاطر خبریالانو ته ویل شوي وو ترڅو امریکايي وزیر د هوايي اډې څخه د امریکې پوځي مرکز ته نه وي رسیدلی، خپل خبرونه دې نه نشر کوي.

طالبانو هم امریکې سره د نیغ په نیغه خبرو وړاندیز کړی دی خو وايي افغان حکومت د مذاکراتو اختیار نه لري.

بلخوا، ویل کیږي چې پاکستان د طالبانو یو مشر ملا احمدالله نانۍ ازاد کړی دی خو په رسمي ډول یې په اړه څه نه دي ویلي.

4 تبصرې

  1. how much is ivermectin – ivermectin 3mg for lice ivermectin 0.5 lotion

  2. generic ivermectin – stromectol 3 mg tablets price ivermectin 6 mg tablets

  3. stromectol over the counter – stromectol tablets for humans for sale stromectol 6mg online

  4. plavix 75 mg generic – plavix brand name online plavix

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *