دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د امنیتي تړون په موجودیت کې پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی دی

د امنیتي تړون په موجودیت کې پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی دی

نن بیا هم په ولسي جرګه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر شته امنیتي تړون بحثونه وشول. تېره اونۍ د ولسي جرګې په غونډه کې د رایو په اکثریت پرېکړه وشوه، چې پر امنیتي تړون به له سره کتنه کېږي. یو شمېر وکیلانو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ، چې پر امنیتي تړون له سره کتنه وشي، ځکه دغه تړون په ټوله مانا د افغانستان په زیان دی. وکیلان استدلال کوي چې ددغه تړون په موجودیت کې پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی دی، جګړې شدیدې شوې دي، امنیت خراب شوی دی او د ملکي افغانانو مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې ده. ددوی په وینا همدې ستونزو ته په کتو ددې وخت دی چې پر دغه تړون له سره کتنه وشي. خو یو شمېر نور استازي بیا د امنیتي تړون ناکامي مني او دا هم مني چې امریکايانو پر دغه تړون عمل نه دی کړی، خو وايي د ستونزې حل د تړون په بیا کتنه کې نه دی. ددوی په وینا له امریکایي چارواکو باید د تړون د نه عملي کېدو پوښتنه وشي او په وینا هغه موارد دې وڅېړل شي چې په هغه کې سرغړاوی شوی او امریکا عمل نه دی ورباندې کړی. بل پلو اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا وايي چې امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی او یو شمېر کسانود خپلو شخصي ګټو لپاره پر دغه تړون د بیا کتنې او یا لغوې غوښتنه کړې ده. دده په خبره امریکا د افغانستان ستر متحد دی او د ملي یووالي حکومت ټولو تړونونو ته ژمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *