دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د انتخاباتو پر پخواني کاندید او وزیر اکرام الله ګنډا پور په ګاډی چاودنه شوې

د انتخاباتو پر پخواني کاندید او وزیر اکرام الله ګنډا پور په ګاډی چاودنه شوې

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې د پي کی ۹۹ حلقې په کانديد او پخواني وزير اکرام الله ګنډاپور په ګاډي چاؤدنه شوې چې نوموړی پکې سره د ډرائيوره ژوبل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د اتوار، يکشنبې په سهار رامنځته شوې او ويل شوي ګنډاپور د کور نه ووتلو چې په ګاډي يې چاؤدنه شوې ده.

تراوسه پورې په چاؤدنه کې د ګنډاپور او هغه سره د ډرائيور په ګډون د پينځه کسانو ژوبلېدو خبر مخې ته راغلی دی.

پوليس ويلي په چاؤدنه کې ژوبل کسان ځايي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

اکرام الله خان ګنډاپور د خېبرپښتونخوا د صوبايي حلقې پي کی کولاچي ۹۹ نه د پاکستان تحریک انصاف کانديد او د صوبې د زراعتو پخوانی وزير پاتې شوی دی.

د پوليسو په وېنا د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

د اکرام الله ګنډاپور په ورور اسرار ګنډاپور چې د خېبرپښتونخوا په تېر حکومت کې د قانون وزير ؤ د کال ۲۰۱۳م د اکتوبر په مياشت کې په خپله حجره کې د لوی اختر په ورځ ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۱۸ کسان وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

اکرام ګنډاپور د دغه بريد تور د پاکستان تحريک انصاف د تېر حکومت په يو بل وزیر علي امين ګنډاپور لګولی ؤ، علي امين ګنډاپور هم چې د ډېره اسماعيل خان سره تعلق لري دغه تورونه يې رد کړي وو.

په ډېره اسماعيل خان کې تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په روان انتخابي کمپياين کې په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور او بلوچستان کې د بلوچستان عوامي ګوند په کانديد سراج رئيساني ځانمرګي بريدونه شوي او د هغوی سره پکې د ۱۵۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

په بنو کې د جمعيت علمااسلام ف په يو مشر او پخواني اعلی وزير اکرم خان دراني په کاروان هم چاؤدنه شوې او څلور تنه پکې وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *