چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د انتخاباتو کمېسېون: ولسي جرګې په انتخاباتو کې شاوخوا څلورو میلیونو کسانو رایه ورکړه.

د انتخاباتو کمېسېون: ولسي جرګې په انتخاباتو کې شاوخوا څلورو میلیونو کسانو رایه ورکړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شاوخوا څلورو میلیونو کسانو رایه ورکړه. څه باندې اتو میلیونو خلکو د رأی ورکونې لپاره نومونه ثبت کړي وو. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد پرون ماښام د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی ورکونې د بهیر د ختمېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې په مجموع کې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې ده. هغه وویل چې د ټاکنو د شفافیت لپاره به د هغو مرکزونو رأی دقیقې وڅېړل شي چې د درغلیو او زورواکیو شکایتونه ترې شوي. د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځو په ۴۵۷۶ مرکزونو کې وشول. د انتخاباتو کمېسیون وویل، په کندهار کې به چې انتخابات یې ځنډول شوي راتلونکې شنبه انتخابات ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: