د لوبو د پېل رسمي مراسم د اندونیزیا د پلازمېنې، جاکارتا په بونګ کارنو لوبغالي کې ترسره شول.
په سټیدیوم کې پرون ۴۲۰۰۰ کسان د نندارې لپاره را غونډ شوي وو. په دې مراسمو کې د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو هم ګډون درلود.
د مسابقو دا لړۍ به دوه اوونۍ دوام وکړي.
د دې سیالیو دوهم پړاو به د اندونیزیا د جنوبي ولایت، سوماترا په مرکز پالیمبانګ کې ترسره شي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په اسیایي لوبو کې له اسیايي هېوادونو څخه په ۴۰ ورزشي برخو کې ورزشکاران ګډون لري.
په جاکارتا کې پرون د اسیایي لوبو په پېل کې د ولسونو پرېډ د افغانستان ورزشکارانو پېل کړ.
مخکې تردې چې د افغانستان ورزشکاران پر سټډیوم پرېډ پېل کړي، تقریباً ۱۵۰۰ نڅاګرو چې د اندونیزیا ملي جامې یې اغوستې وې، د نڅا پروګرام ترسره کړ.
کله چې د شمالي او جنوبي کوریا ګانو ورزشکاران له خپل بیرغ سره پر سټیدوم تېرېدل، خلکو په چکچکو او نارو بدرګه کړل.
د دواړو کوریاګانو ۱۰۰۰ ورزشکاران په سپین او اسماني یونیفورم کې، لاس په لاس په لوبغالي کې تېر شول.
په دې مراسمو کې زیاته هڅه شوې وه چې د اندونیزیا فرهنګ خلکو ته ور وښودل شي.
د رپوټونو په حواله، له ۴۵ اسیايي هېوادونو څخه ۱۸۰۰۰ ورزشکاران او ورسره ملګري چارواکي اندونیزیا ته تللي دي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، زرګونه هنرمندانو پرون مختلف پروګرامونه جوړ کړي وو او د اندونیزیا د بېلابېلو توکمونو د فرهنګي ارزښتونو څرګندونه یې کوله.
اندونیزیا تر ۲۶۰ میلیونه زیات نفوس لري.
دا د وګړو د شمېر له پلوه، د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشتی اسلامي هېواد دی.
اندونیزیا په اسیا کې د فرهنګي تنوع او سوله خوښونکي ولس په خاطر هم مثال بلل کېږي.
په هغه هېواد کې لسګونه مختلف قومونه ژوند کوي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال د اسیايي لوبو د تنظیم د کمېټې مشر، ایریک توهېر اسوشیټېډ پرېس ته پرون وویل:
“موږ غواړو چې د خپل هېواد د مختلفو توکمونو فرهنګي ارزښتونه خلکو ته ور ښکاره کړو او خپل انساني ارزښتونه ولمانځو.”
اسیايي لوبې اول وار په ۱۹۵۱ میلادي کال کې د هند په پلازمېنه، نوي ډيلي کې ترسره شوې وې.
دا لوبې هم د المپیک د مسابقو په څېر، په څلور کلونو کې یو وار کېږي.
وروستی وار جنوبي کوریا د دې لوبو کوربنه وه.