شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د اندونیزیا په کانفرانس کې طالبانو ته د سولې لپاره د کښېناستو بلنه شوې

د اندونیزیا په کانفرانس کې طالبانو ته د سولې لپاره د کښېناستو بلنه شوې

داندونیزیا پلازمینه جاکارته کې دافغانستان، پاکستان اؤ اندنیزیا ددیني عالمانو کانفرانس پیل شوی اؤ ددغه کانفرانس په ترڅ کې دطالبانو څخه غوښتنه شوې چې دافغانستان دولت د سولې وړاندیز باید اومني اؤ دسولې لپاره دولت سره خبرو اترو ته کښینې.

داندونیزیا صدر ښاغلي جوکو ویدو د دریواړو هیوادونو په دیني عالمانو غږ کړی چې افغانستان کې دامنیت په ټېنګښت کې خپل رول ولوبوي.

کانفرانس ته پخپله پرانستونکې وینا کې د اندونیزیا صدر ویلي راځئ چې د روژې دمیاشتې په احترام افغانستان کې دسولې لپاره په اخلاص سره ګامونه واخلو ترڅو ددغه هیواد خلک په هوسا ډول خپل ژوند پرمخ یوسي.

دافغانستان دخبري ادارې پژواک له مخې پخپله وینا کې د اندونیزیا صدر افغانستان د اسلامي نړۍ د دوهم فلسطین په نامه بللی اؤ اؤ ویلي یې دي چې دافغانستان په خلکو ظلم کیږي ، بېګناه وژل کیږي.

هغه په دغه موقعه دخپل هیواد له لوري افغانستان سره دسولې دپروسې په ګډون،اقتصادي پیاوړتیا، دپولیسو په روزنه اؤ د نشه اي موادو دمخنیوي په چارو کې هم مرستو ته چمتووالی ښودلی دی.

دپژواک د راپور له مخې کانفرنس ته پخپله وینا کې داندونیزیا ددیني عالمانو د شورا مشر دافغانستان په دیني عالمانو اؤ خلکو غږ وکړو چې دخپل حکومت اؤ نظام ساتنې ته کلک ودریږي.

دافغانستان څخه په دغه کانفرانس کې دګډون کوونکو ۲۰ دیني عالمانو د ډلې څخه ښاغلي مولوي عطاء الله لودین کانفرانس ته خپله وینا کې ویلي چې په سیمه کې ځینې ترهګرې په دغه هیواد کې په جوماتونو،مدرسو، ښوونځیو اؤ روغتونونو بریدونه کیږي چې پکې د دولتي چارواکو په شمول عام مسلمان وژل کیږي.

هغه دافغانستان جګړه د اسلام اؤ مسلمانانو پر ضد وبلله اؤ وئ ویل اندونیزیا ته د ورتګ مقصد یې دادی ترڅو خلکو ته وښایي چې افغانستان کې څه روان دي.

هغه وویل مونږ هیله لرو چې طالبان به داندونیزیا دعالمانو دکانفرانس په احترام دافغانستان دولت له لوري هغوئ ته دسولې شوی وړاندیز ومني او خبرو اترو ته به کښېني.

هغه زیاته کړې ده چې دافغانستان حکومت اسلامي جمهوری دي، بعضې قوانین یې شرعي دي پریکړې پکې هاغه قاضیان کوي چې داسلامي زده کړو څخه برخمن دي ځکه نو باید ملاتړ یې وشي

د پاکستاني ددیني عالمانو دپلاوي یو غړي او د اسلامي ایډیالوژیکي مرکز مشر ډاکټر قبله ایاز رسنیو ته له سفر وړاندې ویلي و چې له هغو کسانو سره هم باید خبرې وشي څوک چې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

طالبانو اندونیزیا کې د راجوړ شوي دغه کانفرانس سره د وړاندې نه مخالفت ښودلی اؤ دافغانستان په دیني عالمانو یې غږ کړی ؤ چې باید دغه کانفرنس کې برخه وانه خلي.
ځکه چې دغه کانفرانس د اسلام په ګټه نه بلکې غیر اسلامي پرېکړه ده،
افغان څېړونکي په دې اند دي چې د اندونیزیا کانفرانس به په زغرده دا غږ پورته کړي چې د افغانستان جګړه یو ناروا جګړه ده باید دیني علما یوه ګډه شرعي فتوه ورکړي چې د اسلام او افغانانو په ګټه وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: