پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / تفریح / د انګلستان تجارتي لیګ به نن د محمد نبي لوبډلې سیالۍ سره پېل شي

د انګلستان تجارتي لیګ به نن د محمد نبي لوبډلې سیالۍ سره پېل شي

د انګلستان تجارتي سیالۍ نن شپه د څو افغان لوبغاړو په ګډون پېلیږي، چې لومړۍ افتتاحي سیالۍ به د محمد نبي لوبډلې وي.

نن د انګلستان کورني لیګ چې ويټالټي بلاسټ (Vitality Blast) نومیږي، افتتاحي سیالۍ ترسره کیږي، چې دغه سیالۍ به د محمد نبي لوبډلې لیسسټرشایر او نورتمپټن شایر لوبډلې ترمنځ د شپې په لس بجې پېل کیږي.

دغو سیالیو کې د افغانستان لخوا درې لوبغاړي لوبیږي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن، چې دریواړه په دغه لیګ کې د ګډون لپاره انګلستان ته تللي دي.

محمد نبي به د لیسسټر شایر لوبډلې لخوا لوبیږي، راشد خان به د سسیکس شارکس لوبډلې او مجیب الرحمن به د همپشایر لوبډلې لخوا لوبیږي. محمد نبي وړمه ورځ له لوبډلې سره یوځای شو چې په یوه تمریناتي سیالۍ کې یې ۴۷ منډې جوړې کړې او په ۴ اورونو کې یې ۱۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

دغو درې افغان لوبغاړو چې راشد خان او مجیب الرحمن د توپ اچونې او محمد نبي د آلراونډر په حیث په لوبډله کې شامل شوي دي، په تېره نیږدې کې یو شمېر نړیوال مبصرین حیران کړي او یو شمېر بریاوې یې خپلې کړې دي.

راشد خان په یو شمیر تجارتي لیګونو کې برخه اخیستې ده، چې د خپلې لوبډلې په بریا کې یې ځانګړی رول لوبولای دی، بیلګه یې د آی پي ایل تیرې سیالۍ دي، همدا ډول محمد نبي په ملي لوبډله کې او همدا ډول په تجارتي سیاليو کې هم کامیابه شوی دی، چې مجیب الرحمن په لومړي ځل په آی پي ایل سیاليو کې اخیستل شوی و، او په خپلو ځانګړو توپ اچونو یې تکړه لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وي چې د انګلستان تجارتي سیالۍ نن د افغانستان پر وخت د شپې لس بجې پېل کیږي، او پایلوبه به یې د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: