عن عبدالله بن عمر رضی الله عنهم قال
قال رسول الله صلی الله علیه واله وسلم
طهروا هذه الاجساد طهرکم الله فانه لیس عبد یبیت طاهرا الا بات معه ملک فی شعاره لاینقلب ساعة من اللیل الا قال : اللهم اغفرلعبدک فانه بات طاهرا .
(صحیح الجامع 3936 )
ژباړه :
عبدالله بن عمر رضی الله عنهم واي چې
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دي
پاک کړئ دا جسمونه الله دي تاسو پاک کړي بیشکه یو بنده شفه نه تیروي پاکه د اودس په حالت کې مګر شفه تیروي یو ملایک په خوا کې ورسره ؛ نه تیریږي یو ساعت د شپې مګر ملایک وايي “یا الهي دی بنده ته مغفرت وکړي ځکه دی شپه تېره کړه پاکه ؛( د اودس په حالت کې) “.
( د حدیث ګټی او فایدي )
1- د اودس فضیلت غوره والی
2- اودس پاکونکی دی
3- دعا د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم چې الله دې تاسو پاک کړي
4- ثبوت د معیت د ملایک د انسان سره
5- فضیلت غوره والی د هغه شخص چې په اودس سره وده شي
6- دعا د ملایک د هغه شخص لپاره چې اودس یې وي او اوده شي
