چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د اور بند پای ته رسېدو په اړه د دولت په روستۍ پرېګړې حامد کرزي غبرګون ښودلی

د اور بند پای ته رسېدو په اړه د دولت په روستۍ پرېګړې حامد کرزي غبرګون ښودلی

افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د اوربند د پای ته رسېدو په غبرګون کې له ټولو اړخونو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي.

نومړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي ”لکه څنګه چې ټولو ته روښانه ده په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو له خوا پر افغانانو تپل شوې او د پردو ګټو جګړه ده چې د افغانستان خلک یې قربانیان دي او هېواد مو ورځ تر بلې لا ویجاړېږي. “

د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پخواني جمهور رئیس په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې په پوره هوښیاري سره د پردو له دسائسو ځان وژغوري او د بهرنیانو د هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږي چې د افغانانو تر منځ د تفرقې او وروروژنې د دوام لپاره روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: