یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي. جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، چې ده د پاکستان له لومړي وزیر سره په اسلام اباد کې د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو بحث کړی دی. هغه ویلي چې دوی په دې لیدنه کې ټینګار کړی دی چې ګاونډي هېوادونه یې باید په لومړیتوبونو کې وي. په دې لیدنه کې د عمران سربېره د یاد هېواد د پوځ مشر او د مالیي وزیر هم برخه درلوده او پر ځینو مهمو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې ښایي د روانې اونۍ په اوږدو کې دوه لوړپوړي امریکایي چارواکو له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر ولري. ویل کېږي چې یاد امریکایي چارواکي به بیا هم له پاکستانه وغواړي چې له تروریزم سره رښتینې مبارزه کې ورسره ملګرتیا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *