جنګ دوام لري افغانان رایه ورکوي: دا د ایکونومیست اوونیزې د یوې مقالې عنوان دی چې د افغانستان په اړه یې چاپ کړې ده.
ایکونومیست په کندهار کې د میزان شپږویشتمې پېښې ته اشاره کړې چې پکې د کندهار ځواکمن امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ووژل شو.
ایکونومیست: د جګړې لمن ورځ تر بلې په پراخېدو ده خو خبرې هم تر جنګونو اسانه نه دي.
د مطلب لیکوال همداراز د ولسي جرګې په انتخاباتو کې نا امنیو ته په کتو لیکلي چې ښايي په جنګونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپيان وي خو د لیکوال په باور حکومتي رسنیو دا ستونزه کمه ښودلې ده.
ایکونومیست لیکي په داسې حال کې چې د جګړې لمن ورځ تر بلې په پراخېدو ده د سولې اړتیا لا پسې احساسیږي خو خبرې هم د خپرونې په باور تر جنګونو اسانه نه دي.
زلمي خلیلزاد
زلمي خلیلزاد
مجلې د افغان سولې د خبرو د مخته وړلو لپاره د افغان – امریکايي سیاستوال زلمي خلیلزاد هڅو ته اشاره کړې چې د اکتوبر په دولسمه یې د طالبانو له سیاسي استازیو سره خبرې کړي دي.
ایکونومیست مجله لیکي ښايي د خلیلزاد او د هغه د مخاطبینو تر منځ ځینې همنظرۍ موجودې وي.
ایکونومیست لیکلي زلمی خلیلزاد چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کاله په کابل کې د امریکا سفیر و د امریکا تر ټولو جګپوړی سیاستوال دی چې د افغان سولې د خبرو د مخته وړلو لپاره مقرر شوی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړ هم ورسره دی.
د بروکینګز انسټیټوټ
رایې او مرمۍ په افغانستان کې
دا د بروکینګز انسټیټوټ د یوې مقالې عنوان دی چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې د خلکو په ګډون لیکلې ده.
په مقاله کې راغلي چې سره له دې چې طالبانو د میزان اته ویشتمې د انتخاباتو د ګډوډلو ګواښ کړی و خو ګڼ شمېر افغانانو رایه ورکړه.
د بروکینګز انسټیټوټ: سره له دې چې طالبانو د میزان اته ویشتمې د انتخاباتو د ګډوډلو ګواښ کړی و خو ګڼ شمېر افغانانو رایه ورکړه.
د بروکینګز انسټیټوټ: سره له دې چې طالبانو د میزان اته ویشتمې د انتخاباتو د ګډوډلو ګواښ کړی و خو ګڼ شمېر افغانانو رایه ورکړه.
بروکینګز انسټیټوټ لیکي کومو خلکو چې رایې ورکړې خپله مېړانه یې وښوده.
په مقاله کې راغلي افغان پوځیانو تر ډېره د طالبانو مخه ونیوله خو بیا هم دې ډلې په بیلابیلو بریدونو کې د شنبې ورځې تر پایه اته اویا کسان ووژل او ۴۷۰ تنه نور یې ژوبل کړل.