چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / انځورونه / د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر له دندې استفا ورکړه

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر له دندې استفا ورکړه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون داسې مهال استعفی وکړه چې د دغه هېواد د صدراعظمې ټرزا مې په حکومت کې ګډوډۍ ډېرې شوي دي.

د نوموړي تردې اعلان څو ساعته دمخه د بریتانیا د حکومت یو بل لوړ پوړی چارواکی ډیوېد ډېوېس چې له اروپایې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو لوړ پوړی مرکچي وو، هم له دندې لېرې شو.

د ټرزا مې دفتر پرون په یوې اعلامیې کې وویل چې تر غرمې وروسته صدارعظمې د بوریس جانسون استعفی منظور کړه.

مې وروسته اعلان وکړ چې د هغې یو بل ډېر پیاوړی پلوی، د عامې روغتیا وزیر جیرمي هانت Jeremy Hunt د جانسون د ځای ناستي په توګه نومول شوی دی.

بورېس جانسون او ډیوېد ډېوېس د صدراعظمې ټرزا مې د کابینې هغه دوه مخکښ وزیران وو چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر مسئله یې له نوموړې سره ښکاره مخالفتونه درلودل.

دوی وایي، مې له اروپایي مشرانو سره د یادې موضوع په اړه د خبرو پر وخت ډېره نرمي کوي او دا ډول چلند د بریتانیا ملي ګټې په خطر کې اچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: