جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د بریدګرو سره په هوټل کې دننه مرسته شوي ده

د بریدګرو سره په هوټل کې دننه مرسته شوي ده

 

دافغانچ کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، پر انټرکانټیننټل هوټل د برید له بریدګرو سره د ننه مرسته شوې. وړمه شپه شپږو بریدګرو پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید ترسره کړ، چې د رسمي شمېرو له مخې ۱۸ کسان پکې ووژل شول. شنونکي او ځینې ناتایید شوي راپورونه بیا دغه شمېره خورا لوړه شيي. بل پلو دغه هوټل ته دترهګرو د ننوتو په اړه ګڼې پوښتنې را ولاړې شوې دي. د کورنیو چارو وزیر وايي، تر هغه چې افغان پولیسو د هوټل د امنیت واګې په لاس کې درلودې، له لومړۍ امنیتي پوستې هاخوا یې هیچا ته د وسلې د لېږد اجازه نه ورکوله. د برمک په خبره بریدګرو سره ارو مرو له هوټل د ننه مرسته شوې ده او خپل نفوذي کسان یې درلودل. د نوموړي په وینا پولیس په دې اړه دقیقې او هر اړخیزې پلټنې کوي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی دی او حکومت یې د حقاني شبکې کار بولي. دغه برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: