پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / د برېښنایي پیژندپاڼو موضوع نهایي شوې ده، ناندریو ته اړتیا نه لري

د برېښنایي پیژندپاڼو موضوع نهایي شوې ده، ناندریو ته اړتیا نه لري

جنرال عبدالرازق وایي، له برښنایي پیژندپاڼو سیاسي ګټه اخیستل راته د منلو نه دي او په دې برخه کي د ستونزي جوړونکو پر وړاندي ولاړ یم. د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق زیاته کړې، چې د الکترونيکي پیژندپاڼو قانوني مرحله هم له وړاندي پای ته رسېدلې او هیچاته اجازه نه ورکوي چې له دې موضوع سیاسي ګټه پورته کړي. رازق افغانیت خپل ملي هویت بولي او زیاتوي، د انتخاباتو لپاره ځیني درواغجنې وعدې وشوې، په عملي کولو کي يې هیچا پوښتنه ونه کړی، خو اوس د يوې ملي موضوع په برخه کي خنډونه جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې، د حکومت ځینو لوړپوړو مشرانو په تیرو څو ورځو کې خپل ځانونه بایومتریک کړي او ویل کیږي چې د پیژندپاڼو ویش په راتلونکو ورځو کې پيل شي، خو اجرایي ریاست بیا د پیژندپاڼو له ویشلو سره مخالفت څرګند کړی او د ځنډ غوښتنه یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: