پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د برېښنا پر ناکامو پروژو میلیونونه ډالر لګول شوي دي

د برېښنا پر ناکامو پروژو میلیونونه ډالر لګول شوي دي

د سیګار په یوه راپور کې راغلي، چې افغان حکومت د ګلبهار د برېښنا پر سب سټيشن او پایو تر ۶۰ میلیونو ډالرو ډېرې پيسې لګولې، خو دغه پروژه د بېلو عواملو پر بنسټ د ګټه اخیستنې وړ نه ده. سیګار زیاتوي، چې ددغه برېښنا د پایو پر مسیر شته ځمکې نه دي اخیستل شوې، پایې قوي نه دي، د برېښنا ولتاژ لوړ، خو لینونه بې کیفیته دي، چې په توګه یې ددغه برېښنا پر مسیر د پرتو خلکو ژوند ته خطر جوړ کړی دی. سیګار وايي افغان حکومت له امریکايي نظامیانو سره په ۲۰۱۱ کال کې هوکړه کړې وه، چې د برېښنا د انتقال لپاره به د خلکو ځمکې اخلي، خو تر اوسه یې د هېچا ځمکه نه ده اخیستې او پر دې مسیر پرتې ۶۸ سلنه ځمکې خصوصي دي. سیګار وايي چې پر دغه پروژه میلیونونه ډالر لګول شوي خو د کارونې او ګټه اخیستنې وړ نه ده او کار یې ډېر قوي نه برېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *