دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د فساد تورونه لګولي دي

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د فساد تورونه لګولي دي

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د فساد تورونه لګولي دي.

نور چې پرون ناوخته يې بلخ ولایت کې یو شمېر پلویانو ته وینا کوله، ویلي چې ارګ او د تدارکاتو ملي کمېسون هېواد کې د فساد اصلي سرچینې دي. نور زیاته کړې، داسې اسناد په لاس کې لري چې د امنیتي ځواکونو په قراردادونو کې میلیونونه ډالره فساد ثابتوي.

نوموړي ویلي، د افغانستان زیاتره لوی شرکتونه په تور لېست کې دي او د قراردادونو اجازه نه لري.

نور چې موده وړاندې يې استعفی منل شوې؛ خو لا هم د ولایت چارې کنټرولوي او وايي چې رسمي والي یم. هغه وايي چې له حکومت سره يې خبرې روانې دي او د مثبتو پایلو لرلو تمه لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *