یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / د بلک واټر شرکت غواړې چې افغان جګړه خپلو لاسو کې واخلې

د بلک واټر شرکت غواړې چې افغان جګړه خپلو لاسو کې واخلې

که امریکا په افغانستان کې خپله جګړه خصوصي سکتور ته وسپاري لګښتونه به یې څو برابره را ټيټ شي. د بلک واټر مشر اریک پرېنس یو ځل بیا ویلي چې د امریکا جګړه دې شخصي کمپنیو ته وسپارل شي او په دې توګه به د امریکا لګښتونه څو برابره را ټيټ کړل شي. دده په خبره امریکا هر کال ۷۶ میلیارده ډالر پر افغان جګړه پانګونه کوي او که خصوصي سکتور ته جګړه وسپارل شي نو دغه شمېره ښايي نیمايي ته را ټيټه شي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا پر افغان جګړه هر کال تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګوي. ارېک پرېنس د بلک واټر د کمپنۍ مشر دی او د ټرمپ د حکومت له پيله هڅه کوي چې افغان جګړه خصوصي سکتور ته وسپارل شي. د نوموړي کمپنۍ د بشري حقونو پر نقض، د بې ګناه انسانانو پر وژلو او په عراق او افغانستان کې د شخصي زندانونو په لرلو تورنه ده. هغه هڅه کوي چې یو ځل بیا خپله کمپنۍ د افغانستان او عراق په جګړو کې ښکېله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *