افغان هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره د لېزر پهواسطه رهبري شوی بم د دولت پر وسلهوالو مخالفینو استعمال کړی.
ناټو پرون په یوې اعلامیه کې وویل چې د افغان هوايي ځواک «اې ۲۹» ډوله جنګي الوتکې د تېرې پنجشنبه په ورځ په فراه ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز دا بم وغورځاوه.
ناټو وايي، دا بمونه په دقیق ډول خپل هدف لهمنځه وړي او لهدې لارې به د هوايي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.
سټارزانډ سټرایپس امریکايي پوځي ورځپاڼې ویلي دي چې افغان هوايي ځواک ته د دې بمونو د کارولو روزنه ورکول د هغو هڅو برخه ده چې امریکايي او ناټو ځواکونه يې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره ترسره کوي