جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان او افغانستان د عمل پلان په اړه هوکړه کړې ده

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان او افغانستان د عمل پلان په اړه هوکړه کړې ده

افغانستان او پاکستان د سولې او ثبات لپاره د عمل پلان د نهايي کولو په اړه هوکړه کړې ده. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان په اړه ځينې موارد د ولسمشر غني او شاهد خاقان عباسي ترمنځ تر بحث لاندې نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو هوکړه کړې، چې د افغانانو په مشرۍ به د سولې له پروسې ملاتړ کوي. د ترهګرو پر وړاندې به عملي اقدامات ترسره کېږي، د یو بل فضايي او ځمکنی حریم به نه نقض کېږي، ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي، چې ددواړو هېوادونو خاورې د یو بل پر ضد وکاروي، د هوکړو د عملي کولو لپاره به منظم میکانیزم جوړېږي، د یو بل له ملامتولو به لاس اخلي او دواړه لوري به د عمل پلان د تطبیق لپاره کاري ډلې او میکانیزمونه جوړوي. د بهرنیو چارو وزارت وایي له پاکستان غوښتل شوي چې دغه هوکړې عملي کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې عملي او جدي مبارزه وکړي. له خاقان عباسي غوښتنه شوې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په رښتینې توګه د افراطیت او روانو جګړو پر ضد اقدامات پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *