شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د بېنظیرې په قتل کې ککړ پنځه تندروه وسلوال خوشي کیږي

د بېنظیرې په قتل کې ککړ پنځه تندروه وسلوال خوشي کیږي

د تحريک طالبان پاکستان پینځه مشکوک غړي چې د بېنظير بټو د وژنې په قضيه کې بندي وو، عدالت يې په ضمانت د خوشي کېدو امر کړی دی.

د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه او د پيپلز ګوند مشره بېنظيربټو په ۲۷م دسبمر کال ۲۰۰۷م کې په راولپنډۍ ښار کېپه یو هدفي بريد کې وژل شوې وه.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د لاهور هائيکورټ د راولپنډۍ څانګې د دوه قاضيانو جسټس مرزا وقاص او جسټس سردارسرفراز د ګل، دوشنبې په ورځ د ټي ټي پي د مشکوکو غړو عبدالرشيد، اعتزاز، رفاقت حسېن، حسنېن ګل او شيرزمان د خوشي کولو امر کړی دی.

د جېل چارواکو ويلي دوي ته د خوشي کېدو امر په ليکلې بڼه نه دی ترلاسه شوی او يو چارواکي ويلي کېدی شي نن د نهې، سه شنبې په ورځ ورته ترلاسه شي.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د تير کال اګست په مياشت کې د بېنظیربټو د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت قاضي اصغرخان په خپله فېصله کې د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف اشتهاري ګرځولی او د هغه د جايداد د قرقي کولو امر يې کړی ؤ.

عدالت په فېصله کې د هغه وخت د راولپنډۍ د پوليس سي سي پي او سعود عزيز او اېس پي خرم شهزاد مجرمان ګرځولي دواړو ته يې ۱۷، ۱۷ کاله بند او پينځه پينځه لاکه روپۍ جرمانه اورولې وه.

په مقدمه کې بند پينځه مرکزي تورن کسان اعتزازشاه، حسنېن ګل، شېرزمان، محمدرفاقت او عبدالرشيد بري کړی شوي د چا تعلق چې د تحريک طالبان پاکستان سره ښودل کیږي.

د عدالت څخه بري کېدو وروستو د دغو کسانو بند د پنجاب صوبايي حکومت په حکم د يوې مياشتې او بيا د دوه نورو میاشتو دپاره غځول شوی او درې نورې مياشتې بيا د لاهور هائيکورټ په امر سېوا کړی شوی ؤ.

عدالت په خپل تازه امر کې اړوند چارواکو ته ویلي چې د دغو کسانو په قضيه کې په هر پېشۍ حاضري يقيني کړي.

په کال ۲۰۰۷م کې د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف ويلي ؤ په بېنظير بټو ځانمرګی بريد طالبانو کړی ؤ.

د بېنظيربټو زوی بلاول بټو زرداري چې دا وخت د ګوند مشر دی تور يې لګولی چې هغه د مور د وژنې زمه وار پخوانی پوځي صدر پروېزمشرف ګڼي.

او مشرف دغه تور د بېنظیرې په خاوند مخکني صدر اصف علي زرداري باندې لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: