پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د ترهګرو د کواښونو پر وړاندې به د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

د ترهګرو د کواښونو پر وړاندې به د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

 

ټیلرسن وایي امریکا به د ترهګرو د ګواښونو پر وړاندې د افغانانو تر څنګ ولاړه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید غندنې تر څنګ وویل ترهګرو یو ځل بیا خپله څیره وښوده او د بې ګناه افغانانو په ګډون یې ملکي بهرنیان په نښه کړل. هغه په یوې اعلامې کې لیکلي په شوې پیښه کې د قربانیانو له کورنیو سره په غم شریک یو. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې څو تنو بریدګرو پر دې هوټل برید وکړ او په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. ټیلرسن ویلي متحده ایالات د دې پیښې د څرنګوالي معلومولو لپاره له افغان حکومت سره په اړیکه کې دي او حکومت یې یوې سراسري سولې ته په رسېدو کې له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی. دا برید وروسته تر هغه وشو چې په کابل کې د امریکا سفارت ویلي وو ښایي ترهګر په کابل کې وسله وال برید تر سره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *