جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د تګاب او چغتو د وحشت ډکه غمېزه!

د تګاب او چغتو د وحشت ډکه غمېزه!

د کاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو ولسوالیو کې په یوه شپه ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې لسګونه بې ګناه ملکي وګړي شهیدان کړي دي. شهیدان شوي کسان ښځې، ماشومان او سپین ږیري دي. په تګاب کې عملیات د ښوونکي امرالله پر کور شوي دي چې خپله د ښوونکي په ګډون د هغه ټوله کورنۍ پکې له منځه تللې ده. په جغتو کې هم عملیات د یوه پخواني ښوونکي مسیح الرحمن پر کور شوي چې ټوله کورنۍ یې شهیده شوې ده. حکومتي چارواکي ملکي مرګ ژوبله نه مني او د طالبانو د وژلو ادعا کوي.

په دې وروستیو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه زیاته شوې ده. که څه هم د ملي یووالي حکومت د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې له لومړیو ورځو راهیسې چوپ و، خو په دې وروستیو کې چې دا کچه نوره هم لوړه شوې ده او دوی په اړه لا هم څه نه وايي. یوازې دا دوې پېښې نه دي، تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډېر هېوادوال شهیدان شوي دي. د ملي یووالي حکومت پالیسي تل دا ده چې ملکي مرګ ژوبله پټه کړي، که یې پټه نه شي کړلی، نو په دې تړاو خبرونه ردوي او هڅه کوي، څو حقیقت تحریف کړي. که پر دې کار هم بریالي نه شي، نو بیا د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره د څېړنو لپاره پلاوی ټاکي، خو نه د پلاوي کار معلوم شي او نه یې هم پایله خلک ویني. که د پلاوي کوم رپوټ خپور هم شي، نو حقیقت پکې تحریف شوی وي او حکومت بیا د شهید کورنۍ ته یو لک او د ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکوي. د ملي یووالي حکومت د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو نه کوم څوک له دندې ګوښه کړل او نه یې هم چاته جزا ورکړه. د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو خو چارواکو نه یوازې دا چې کوم اعتراض و نه کړ، بلکې هڅه یې وکړه چې د هغوی جنایتونه د افغان ځواکونو پر غاړه واچوي. اوس چې دا وحشت زیات شوی، بیا هم حکومت غلی دی او که څه وايي هم د خلکو پر زخمونو مالګې دوړوي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو ته به د خلکو ژوند او وینه ارزښت ونه لري. دا سمه ده چې د خلکو او د دغو چارواکو درد، غم او ستونزې شریکې نه دي، خو دا چاره به خپله دوی ته ستونزې جوړې کړي. د ملکي وګړو دغه ډول زیاتېدونکې مرګ ژوبله به حکومت نور هم کمزوری او له خلکو لرې کړي. دا چاره به خلک اړ کړي چې د حکومت پر ځای مخالفینو ته مخه کړي او د غچ فکر وپالي. که حکومت د دغو وحشتونو مخه ونه نیسي، نو ناوړه پایلې به ولري. هسې هم دا حکومت پر نیم افغانستان واک نه لري او په پاتې نیم کې یې هم تر ډېره واکمني ننګول شوې ده، نو که د ملکي وګړو مرګ ژوبله همداسې روانه وي، حالت تر دې هم خرابېدلی شي. له همدې امله دوی ته پکار ده چې د ملکي مرګ ژوبلې دا څپه ودروي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *