سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د تیرې ورځي په جګړه کې د پاکستان وژل شوي پوځیان ورته وسپارل شو

د تیرې ورځي په جګړه کې د پاکستان وژل شوي پوځیان ورته وسپارل شو

نن د دوشنبې د ورځې په ماسپښین د خوست ولایت ملکي او پوځي چارواکو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د هغو پنځو پاکستاني سرتېرو جسدونه‌یې په عزت مقابل لوري ته سپارلي چې په ځاځي میدان کې له افغان پوځیانو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

د خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې د افغان حکومت د مشرتابه په هدایت‌يې نن ماسپښین د پاکستان نیول شوی اسیر سرتېری هم د ځاځي میدان په صفري نقطه کې پاکستان لوري ته سپارلی دی.

ده وویل، په ځاځي میدان کې اوس حالت ډاډمن دی او د یکشنبې په ورځ د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مشرتابه د موافقې سره سم، په سیمه کې اوربند ټینګ شوی دی.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، په ځاځي میدان کې د یکشنبې د ورځې په جګړه کې چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ رامنځته شوه، دوه تنه افغانان وژل شوي، خو د پاکستان د لوري د مالي او ځاني زیانونو کچه ډېره وه.

حکم خان حبیبي
حکم خان حبیبي

ښاغلي حبیبي وویل:

“نن له غرمې مخکې ۱۱ نیمې بجې د پاکستان د پوځیانو پنځه جسدونه په پوره عزت په تابوتونو کې ځای پر ځای شول او د پولو له قوانینو سره سم، د سیټي وان سیمې په صفري نقطه کې هغوی ته وسپارل شول، همدارنګه هغه پاکستانی عسکر چې افغان ځواکونو اسیر نیولی و، نن ماسپښین یوه بجه او ۱۵ دقیقې د افغان او پاکستان حکومت د مشرتابه د تفاهم پر بنسټ او د دولت د لوړو مقاماتو په لارښوونه، هغوی ته تسلیم شو، اوس‌مهال د ځاځي میدان په سرحدي پوستو کې وضعیت نورمال دی او افغان ځواکونه په خپلو سیمو حاکم دي او لوړې نقطې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.”

د خوست والي د پاکستان پر حکومت او پوځیانو غږ هم وکړ چې د دولتونو ترمنځ د ګاونډیتوب اصل ته ژمن واوسي او له سرحدي تخطیو او سرغړونو لاس واخلي.

ده وویل، تاکیداً له هغوی غواړي چې د یوه ورور، دوست او ګاونډي هېواد په توګه سرحدي اصول په پام کې ونیسي.

د خوست والي وویل چې د یکشنبې په شپه مقابل لوري د افغانستان په خاوره کې خپل سرتېري پلي کړي وو، کله چې سهار شو، نو ځايي خلکو او افغان ځواکونو له دوی بېرته د شا تګ غوښتنه وکړه.

ده وړاندې وویل، مقابل لوري غوښتل چې د جنډو د سر پوسته ونیسي او په راتلونکي کې دا نقطه د ځان لپاره مرکز وګرځوي، نو دوی د افغان لوري غوښتنې په ډزو ځواب کړې او جګړې د یکشنبې د ورځې ناوخته ماسپښین تر درېیو بجو دوام پیدا کړ.

د خوست والي ادعا وکړه چې پاکستاني لوري په دې جګړه کې ټوله سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د ده په وینا چې په دې جګړه کې مقابل لوري ته ډېر زیانونه اوښتي، خو د هغې له جملې د سرتېرو پنځه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو او یو کس هم اسیر نیول شوی و.

د ده په خبره چې په دې جګړه کې پاکستاني پوځ او ملېشې دواړو ګډون کړی او نیول شوي اسیر هم اعتراف کړی چې دوی غوښتل د جنډو سر ونیسي.

د خوست والي وايي چې د ځاځي میدان د دوو وژل شویو کسانو جنازې او د تدفین مراسم د ولایت د ملکي او پوځي مشرتابه په شتون کې ترسره شول.

ده وویل چې پر یاده موضوع د پکتیا په ډنډ پټان کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي پولیسو د مشرتابه له‌خوا خبرې وشوې او اوربند وشو.

د ده په خبره چې د پولې د دواړو غاړو د قومي مشرانو غوښتنه هم دا وه چې اوربند وشي او هغوی د جګړې مړي او ټپیان ولېږدوي.

د یکشنبې په ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزه مېډیا کې د وسلو او تجهیزاتو د کمښت ستونزه یادوله.

په خبري ناسته کې د ملي اردو د لوا د ګارنېزیون قوماندان عبدالمحمد خاکسار وویل چې ټولو پوستو ته‌يې د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو اکمالات کړي او په دې برخه کې ستونزې نه‌لري.

ده دا هم وویل چې د مخالف لوري د برید په وخت کې هغوی ته قانوني اجازه ورکړل شوې چې باالمثل اقدام وکړي.

ځاځي میدان د خوست شمال ختیځ لوري کې له ښاره ۶۰ کېلو متره لیرې پرته ولسوالۍ ده چې کورمې سره پر پوله پرته ده.

د چارواکو په وینا، د ځاځي میدان ډېری ځوانان د افغان ځواکونو په لیکو کې سرتېري دي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د یادې ولسوالۍ شااوخوا ۲۰۰۰ سرتېري د افغان ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي.

ځاځي میدان په امنیتي لحاظ د افغانستان له امن لرونکو سیمو حسابېږي چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني يې هم ډاډمن امنیت په بېلګه کې یاد کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *