دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د تېري فبروري د میاشتي په جګړو کې د افغانانو د مرګ ژوبلي کچه!

د تېري فبروري د میاشتي په جګړو کې د افغانانو د مرګ ژوبلي کچه!

تېره مياشت په ١٥٣ بريدونو کې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٤١٢ نور ټپيان دي، تر ټولو ډېر بریدونه په فاریاب کې او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ارزګان کې رامنځته شوې

له هرو ٣٦ کسانو ٢٤ ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په هوايي بريدونو، څلورو ته په هدفي وژنو، دوو ته په چاودنو او يوه ته په ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده (پژواک)

فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل د نا امنۍ عمده لاملونه دي.

کابل – په افغانستان کې په تېره فبرورۍ میاشت کې په ١٥٣ بريدونو کې نيږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، تېره مياشت په ١٥٣ بريدونو کې ټول ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٤١٢ نور ټپيان دي، چې د ټولو بریدونو تر نیمايي زیات یې په فارياب، هلمند، اروزګان، فراه، کندهار او ننګرهار او پاتې په ٢١ نورو ولايتونو کې ترسره شوي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو تر اوسه يې ځکه مشخصې شمېرې نه دي خپرې شوې چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک امکان نه لري.

دغه راپور ښيي چې تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه (٢٢) په فارياب کې شوي، خو تر ټولو ډېرو (٢٢٦) کسانو ته په اروزګان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمېرې ښيي چې له هرو ٣٦ کسانو ٢٤ ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په هوايي بريدونو، څلورو ته په هدفي وژنو، دوو ته په چاودنو او يوه ته په ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارو شنونکي فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل او له وسله والو مخالفينو د ځينو هېوادونو، په تېره بيا ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ عمده لاملونه ګڼي.

د یادولو ده چې د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: