پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د جرمونو نړیواله محکمه دې له امریکا د هغو جنګي جرایمو حساب واخلي

د جرمونو نړیواله محکمه دې له امریکا د هغو جنګي جرایمو حساب واخلي

د جرمونو نړیواله محکمه دې له امریکا د هغو جنګي جرایمو حساب واخلي چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي. د برېټانیا ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د جرمونو نړیواله محکمه غواړي له ځینو امریکايي جنرالانو او استخباراتي کسانو د افغان جګړې په اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي. د سرچینې په خبره له دوی به د جنګي جنایتونو او هغو شکنجو په اړه پوښتنې کېږي، چې په افغانستان کې یې له مجرمینو د څېړنو پر مهال تر سره کړې دي. تر دې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي وو، چې په افغانستان کې به د طالبانو، امریکایانو او افغان حکومت د جنګي جنایتونو په اړه پلټنې کوي. ددغه محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسوډا ویلي، دوی غواړي په دې برخه کې قانون پلی کړي او هېڅوک تر قانون لوړ نه دي. ګارډین لیکي، یاده محکمه باید ارو مرو له امریکایانو په افغانستان کې د ترسره شوي زیاتي په اړه حساب واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *