سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د جنورۍ له پيل راهيسي شا او خوا دېرش زره افغانان ترکيې ته ننوتلي دي

د جنورۍ له پيل راهيسي شا او خوا دېرش زره افغانان ترکيې ته ننوتلي دي

د ترکي د کورنيو چارو وزیر سلیمان سويلو وايي د روان کال له پيله راهيسې شا او خوا دېرش زره افغانان ترکي ته ورغلي دي.

د ترکي حکومتي خبري اژانس انادولو د چارشنبې په ورځ د سلیمان سويلو له خولې ليکلي چې شا او خوا دېرش زره افغانان د جنورۍ له پيل راهيسي ترکي ته ننوتلي دي.

د ده په وينا تېر کال په ټول ۲۰۱۷م کال کې پنځه څلوېښت زره افغانان دې هیواد ته ورغلي وو.

ترکي د اپرېل مياشتې له پيل راهيسي ( اووه زره او سل ) افغان پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د سه شنبې په ورځ د بخښنې نړيوال سازمان د ترکي له خوا د افغانانو په زوره ايستل وغندل.

د دې ادارې په وينا په ترکي کې اوسمهال يو لک او پنځه څلوېښت زره افغانان اوسي.

ترکي د هغو کسانو لپاره مهم ترانزيت هیواد دی چې غواړي له افغانستان او نورو اسیايي هيوادونو ځخه اروپا ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: