پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / د جهاد یار محسود مرګ او د فریدون خان مومند موخه!

د جهاد یار محسود مرګ او د فریدون خان مومند موخه!

لیکنه: رشید خان (مومند)
د فرورۍ د دویشتمي نېټې خبرہ دہ چې مازیګر مهال څه نا پېژنده خلکو د ملېشې د موټر نه د ښکته کېدو سرہ سم د بې رحمه زړہ بوګنونکو مرمیو باران وکړ
او درې تنه قدرمند مهاجر یې په ابدي خوب ویدہ کړل
همغه شېبه د مهاجرو یو بل موټر چې له دغه سیمې تیرېدہ چې د مرمیو په باران کې حصار شو مګر بیا هم لا د دغو میلمنو څه رزق پدې فاني دنیا کې پاتې وو
چې د مرګ له خولې روغ ووتل
څوک ووژل شول چا ووژل؟ ولې یې ووژل؟
راځئ چې لاندې یې وګورو

په وژل شویو کې یو تن د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی اختر محمد چې په جهاد یار محسود مشهور وو، دویم د باجوړ ایجنسۍ اوسېدونکی حلیم خان چې په عمر کمال مشهور وو په وژل شویو تنانو کې د جنوبی وزیرستان اوسېدونکي الیاس محسود هم شامل وو

دا یوہ ځانته موضوع دہ چې دا خلک ترهګر وو چې له امله یې پاکستان ته مطلوب وو
خو د دوی وژونکي بیا څه ډېر عجبه خلک وو
د دوی وژونکي هغه خلک وو د چا پلارانو او نیکونو ته چې هم د دې وژل شویو خلکو پلارانو او نیکونو په هډوکي کې ځای ورکړی وو په خپل کور کې یې ورته پردې لګولې وې دیوالونه یې وهلی وو خو دوی ته یې د کور نیمه برخه د دوی د استوګني لپاره ورکړي وہ
د خپلې خولې نوړۍ یې ورسرہ نیمه کړي وه د خپلو بچو د لوبو شیان یې د دوی بچو ته ورکړي وو تر څو یې خندېدونکي ووینې
مګر د هغې بدله بیا د ټوپک په خوله د باردو په تودو مرمیو سره ورکړی شوه
د کوم چې نه د پښتو کلتور نه د انګریز کلتور او نه هم کوم مذهب اجازہ ورکولی شي!

دغه ټوپک ماران د فریدون خان مومند ملېشو په خپلو کورونو کې پټ کړي وو
هم دوي وو چې د دغه هدف ترلاسه کولو وروسته یې له دغي سیمې روغ رمټ وویستل د دغه وژل شویو سرہ د مرګ له خولې نه راوتي یو تن سیف اللہ چې پکې مرګونی ټپي شوی هم وو وویل چې د دغه ملېشې قوماندان راج ولي سرہ د هغه په موټر کې سپاره څلور کسان راغلل کوم چې د شکل نه پنجابیان مالومېدل هغوې بې له کومې خبرې په مونږ ټولو پرلپسې د ړندو سترګو ډزي وکړې چې پکې درې کسان مړہ او زہ ژوبل شوم ـ

د دې سهنې منظر په دوو تورو کې وړاندې کولی شو چې یو زور واکي د ډویورنډ په پوله پرته سیمه ګوشتې ولسوالۍ کې د خوښیو ژوندون او د امن فضا د څو بد اخلاقو او بدماشانو په لاس کې سلاوي ورکولو سرہ خرابه کړہ تر دې ځایه چې درې تنه پښتانه وروڼه د تل پاتي ژوندون په لور ولاړل او بیا د هغوي د انتقام اور له اوو نه تر لسو نور پښتانه په خپله غېږہ کې ونیول
چې له امله یې دولس د خوښیو ډکې خندیدونکي کورنۍ د غم په ټغر کیناستې
چې ځایي خلک یې هم له ځان سرہ غمزدہ کړي او په تشویش کې یې اچولي چې په خپلو لاسونو یې د خپل کلي ولس امن ته اور اچولی ـ
د فریدون خان د ملېشو اخر څه موخه دہ چې له خپل کلي یې بې شمېره تورسرۍ بغیر له برقو پښې ابله پښې په ژړا ماشومان او سپین ږیري او بوډۍ ګاني د څلورو ساعتونه پېدل مزلونو په کډہ کولو اړ کړل
او په هجرت سربیرہ هجرت غم علی الغم ګاللو ته یې مجبور کړل
د ځایي خلکو په وینا دا هرڅه د لږ دنیوي دولت په بدله کې وشول دوی وویل فریدون خان مومند د دې قتل عام په بدله کې د پاکستاني دولت یا آیی اس آیی نه اته کروړہ روپۍ واخستې چې له امله یې شاوخوا ټول پښتون ولس خپلې دښمنۍ ته درولی ـ
#يادونه
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: