جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د حقانیه مدرسې مهتمم په طالبانو غږ چې خبرو اترو ته دې کيني

د حقانیه مدرسې مهتمم په طالبانو غږ چې خبرو اترو ته دې کيني

د پاکستان د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق په اندنيزيا کې د کنفرانس پر مهال له وسله والو طالبانو او افغان حکومته وغوښتل، چې افغانستان کې دې له جنګه لاس واخلي او د جنګ ختمولو لپاره دې خبرې اترې وکړي. د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندنيزيا د علماوو درې اړخيزه ګډه غونډه نن د اندنيزيا په بوګور ښار کې پيل شوه. په دې غونډه کې د پاکستان د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق وويل، چې په افغانستان او پاکستان کې پښتانه وژل کيږي، دغه جنګ د پښتنو پر ضد دى او دا ٣٠کاله کيږي چې نسل وژنه دوام لري. هغه د افغانستان له حکومته او وسله والو طالبانو وغوښتل چې په خپلو کې دې سره خبرې وکړي او جنګ دې بس کړي. دغه پاکستاني عالم ټينګار وکړ، چې افغانان ازاد قوم دى او نور نه بايد د بهرنيو دسيسو ښکار شي، د افغانستان حکومت او طالبان دې د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې سره حل کړي. د حقانيه دارالعلوم مهتمم زياته کړه، چې د اندنيزيا په کنفرانس کې علما راټول شوي تر څو يو بل ته لاسونه سره ورکړي او په افغانستان کې اوسنى جنګ بند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: