پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د خوست والي له دندې ګوښه شو

د خوست والي له دندې ګوښه شو

ځینو باوري سرچینو شمشاد ټلویزیون ته ویلي چې د خوست والي د خلکو د غبرګونونو له کبله له دندې لیرې شوی دی.

په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید شوی.

د خوست والي حکم خان حبیبي تېره ورځ د فاتحې مراسمو کې جبار قهرمان ته سپکاوی کړی و.

د افغانستان د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د خوست موضوع په جدي توګه څېړي او تر څېړنه وروسته به له ملامت کس سره جدي برخورد کېږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکي شهيد او جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکي په لار کې په شهادت رسېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: