جمعه , اکتوبر 23 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د خوست په چاودنه کې د مړو او ټپیانو شمېر زیات شوی

د خوست په چاودنه کې د مړو او ټپیانو شمېر زیات شوی

نن د یکشبنې په ورځ د خوست ښار په هغه مسجد کې چاودنه وشوه چې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم ثبتوني مرکز ځیني جوړ شوی وو، چې له امله یې د چارواکو په وینا تر اوسه ۱۲ تنه مړه او ۳۳ تنه نور ټپيان دي. ګمان کیږي چې د تلفاتو شمېر به نور هم پورته شي.د خوست امنیه قومندان عبدالحنان رسنیو ته ویلي چې چاودنه ماسپښين مهال د نوم لیکنې په هغه مرکز کې وشوه کوم چې په یوه مسجد کی جوړ شوی وو.نوموړی ویلي چې شاوخوا ۳۰ تنه مړي او ټپيان یې روغتون ته رسولي دي خو د مړو دقیقه شمیره په لاس کې نه لري.دغه مرکز او مسجد د یعقوبیو اډې ته څېرمه په خوست ښار کې دننه جوړ وو.د خوست د عام روغتون چارواکو ویلي چې تر اوسه روغتون ته ۱۲ تنه مړي او ۳۳ ټپیان ور وړل شوي دي.د عیني شاهدانو په وینا دغه مرکز په یوه مسجد کې و او چاودنه هغه مهال وشوه، چې خلک له لمانځه نه وزګار شوي و.د دوی په وینا د پېښې ډېری قربانیان امنيتي مسؤلین، د مرکز کارکوونکي او مراجعه کوونکي دي.تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: