عراقي ځواکونو د هغو سوریايي یاغیانو په مرسته چې امریکا یې ملاتړ کوي، پرون د داعش د وسله والې ډلې پنځه لوړپوړي مشران ونیول.
د ائتلاف د ځواکونو ویاند راین ډیلون ددې کسانو نیول داعش ډلې ته یو دروند ګوزار بللی دی.
د عراق دولتي ټلویزيون د داعش نیول شوي مشران د صدام الجمیل، محمد القادر، اسمعیل العداوي، عمر الخربولی او حسام الزوابي یاد کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټوېټر له لارې ددې کسانو د نیول کېدو هرکلی کړی دی.
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې ویل کېږي تر اوسه ژوندی دی، په نیول شويو کسانو کې نه دی شامل.
د داعش وسله واله ډله دا مهال په عراق کې پر هېڅ سیمې کنټرول نه لري، خو له سوریې سره په پولو یې ځینې سیمې تر واک لاندې دي.