شنبه , فبروري 27 2021
کور / خبرونه / د داعش ډلې پنځه لوړ پوړي مشران نیول شوي دي

د داعش ډلې پنځه لوړ پوړي مشران نیول شوي دي

عراقي ځواکونو د هغو سوریايي یاغیانو په مرسته چې امریکا یې ملاتړ کوي، پرون د داعش د وسله والې ډلې پنځه لوړپوړي مشران ونیول.

د ائتلاف د ځواکونو ویاند راین ډیلون ددې کسانو نیول داعش ډلې ته یو دروند ګوزار بللی دی.

د عراق دولتي ټلویزيون د داعش نیول شوي مشران د صدام الجمیل، محمد القادر، اسمعیل العداوي، عمر الخربولی او حسام الزوابي یاد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټوېټر له لارې ددې کسانو د نیول کېدو هرکلی کړی دی.

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې ویل کېږي تر اوسه ژوندی دی، په نیول شويو کسانو کې نه دی شامل.

د داعش وسله واله ډله دا مهال په عراق کې پر هېڅ سیمې کنټرول نه لري، خو له سوریې سره په پولو یې ځینې سیمې تر واک لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *