پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د راستنېدونوکو چاروزارت: په ۲۰۱۸ م کال کې د ۴۰۰ څخه زیات کډوال راستانه شوي

د راستنېدونوکو چاروزارت: په ۲۰۱۸ م کال کې د ۴۰۰ څخه زیات کډوال راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وكړ، چې د روان ۲۰۱۸م ميلادي كال په لومړۍ نيمايي کې په خپله خوښه او يا جبري توګه نېږدې ۴۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د ۳۸۷۳۵۸ افغان كډوالو له ډلې ۳۶۳۰۷۶ کسان له ايران او ۲۴۲۸۲ له پاکستانه خپل هېواد ته راغلي دي.
سرچينه وايي، دغه شمېرې ښيي، چې له ايران او پاکستان څخه د تېرو کلونو په پرتله هېواد ته د راستنېدونكو كسانو شمېر کم شوى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، دا كسان د نيمروز د ورېښم پله، د هرات اسلام قلعه بندر، د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستنېدونکي کسان د بېرته راتلو په مهال د دغه وزارت په همكارۍ د نړيوالو بنسټونو له نغدي او غيرې نغدي مرستو برخمن کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *