پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / اسلاميات / د رواني ناروغۍ (ډيپرېشن) شرعي علاج!

د رواني ناروغۍ (ډيپرېشن) شرعي علاج!

د رواني ناروغۍ (ډيپرشن) اسباب:

۱- په عباداتو کې سستي کول، يا هغه په ښه شان نه ترسره کول.

لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي:
-«وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ أَعْمٰى». (سُوۡرَةُ طٰه: ۱۲۴)

ژباړه:
-او څوک چې، زما له ذكر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

۲- د الله تعالی د بې حسابه نعمتونو څخه انکار کول او ناشکري اختيارول، کله چې يو انسان د الله تعالی په بې حسابه نعمتونو سترګې پټې کړي او ناشکري اختيار کړي، په هغه کې ژور خفګان را منځته کيږي.

انسان که يوازې خپل روغ صحت ته پام وکړي، تر ټولو به د لوی دولت او هستۍ څښتن وي؛ خو ده به سترګې ورباندې پټې کړې وي، که يو ړانده سړي ته وويل شي، چې ته څه غواړې؟
هغه به ضرور ووايي چې، زه هيڅ نه غواړم، يوازې روغې سترګې غواړم.

۳- قناعت نه کول، د الله تعالی په ورکړل شوي رزق، کسب، ښځه او اولاد قناعت نه کول او پخپل ذهن کې ستر ستر خيالونه او غوښتنې، د ورکړل شوي نصيب او برخې څخه کرکه کول او قناعت نه کول سړی هيمشه غمجن او په خفګان کې اچوي چې پرته له ګناه (د الله تعالی په قضا ناخوښۍ) نور هيڅ ګټه نلري.

۴- ګناهونه د خپل ستر څښتن الله تعالی څخه بغاوت دی، څوک چې د خپل څښتن څخه بغاوت کوي هغه دې بيا د رحمت، اطمان او سکون تمه نکوي، بلکي ګناهونه پريشاني، تکليفونه او غمونه رامنځته کوي، په نړۍ چې څه تکليفونه چاته رسيږي بې امنۍ، ضرر رسول، غم او پريشانۍ دا ټول د ګناهونو ثمره ده.

یو شاعر وايي:
په ګناه سره زياتيږي زحمتونه – په ګناه سره کميږي نعمتونه.

۵- بې اندازې کار کول او د ډير مال پيدا کولو حرص، اسلامي شريعت په هر څه کې د ميانه روی او انصاف حکم کړی دی، د کار وخت به معلوم وي، د عبادت وخت به معلوم وي، د خوب وخت به معلوم وي، د اهل او اولاد سره د ناستي او آرام وخت به معلوم وي، که په دغو وختونه کې انصاف نه وي ظلم وي، دا کار خامخا د رواني او دماغي فشار سبب ګرځي.

۶- کار به د عبادت تابع وي، نه دا چې عبادت د کار تابع شي، يعنې داسې به نه وي چې، کار خلاص شي بيا به لمونځ کوم که څه هم ښه ناوخته شي او که څه هم په بېړه څو ټونګې وهل وي، ددې کار خير او برکت نشته بلکي کار به د عبادت تابع ګرځول کيږي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: (ابن ماجه او سلسلة الصحيحة)

(څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي، الله تعالی دده کار ده ته تيت کړي او دده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس رانه وړي، مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي، او د هر چا چې نيت آخرت وي، الله تعالی به دده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به دده طرف ته راځي).

۷- توکل او صبر:
مسلمان په پر الله تعالی توکل کوي، نن عصر په ډيرو مسلمانانو غربي عقائدو تأثير کړی دی، غرب وايي: نفوس زياتيږي او مواد کميږي؛ نو په نړۍ کې لوږه را روانه ده، مګر اسلام په آخر زمان کې د زياتې مالدارۍ او د مال د ډيرښت وړانديز کړی چې، داسې وخت به راشي چې د زکات مستحق به نه موندل کيږي. مسلمان به د رزق په اړه غم نه کوي، بلکي پر الله به توکل کوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
-لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا. (ابن ماجه، الترمذي او احمد)

ژباړه:
-که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې، حق او رښيتنی توکل وي؛ نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه؛ د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی، سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې.

همدا رنګه مسلمان به په موصیبتونو او تکليفونو صبر کوي، ځکه دا دنيا د آزميښت ځای دی، مثلاً که د چا کوم دوست وفات شي په هغه به ډير غم نه کوي، بلکي صبر به کوي ځکه چې يوازې هغه نه دی وفات شوی، بلکي مونږ هم وفات کيږو او د ټولو همدا موخه ده د هغه په وفات باندې د غم پر ځای دې د خپل وفات او سفر غم وخوړل شي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د مؤمن کار ډير عجيب دی که خوشحالي او نعمت ورته ورسيږي په هغه شکر وباسي ده لره اجر دی او که غم او مصيبت ورته ورسيږي او دی صبر وکړي ده لره اجر دی. (رواه مسلم)

شرعي علاج:

د رواني ناروغۍ، ژور خفګان او پريشانۍ علاج د الله تعالی ذکر (لمونځ، تلاوت، صدقات او نور عبادتونه) دي او همدارنګه د غم او خفګان لپاره لاندې مسنونه دعاګانې ويل کيږي.

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ».
(صحيح بخاري: ۷/۱۵۴، وصحيح مسلم ۲۰۹۲/۴)

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه، نشته لائق د عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم.

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ».
(سنن ترمذي ۵/۵۲۹)

بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته، پاکي تا لره ده، بې شکه چې له ما کمی وشو.

همدارنګه د څملاستلو په وخت (قل اغوذ برب الفلق، قل اغوذ برب الناس او سورت اخلاص ويل…

سهار او ماښام د سورة البقره آخري آيتونه (آمن الرسول … تر آخره) تلاوت کول.

يادونه:
-ځینې مرضونه او ناروغۍ هم د انسان دماغ او بدن پريشانه او تکليفوي، لکه د هاضمې سيستم ناروغۍ، د وينې ځینې ناروغۍ او د جګر ناروغي، که څه هم ظاهراً کوم درد نه محسوسيږي، ددې ناروغيو لپاره دې د کمياوي درملنې لپاره ډاکتر ته مراجعه وشي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

(آن لاين اسلامي لارښود)

ګرانو ورونو او خویندو!
دا چې په اوس وخت کې اکثره خلک له ذهني فشار څخه شکایت کوي؛ نو ځکه مو تاسې لپاره دا لیکنه برابره کړه، هیله ده چې ټول یې د ثواب په خاطر له نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو نور مسلمانان هم ترې ګټه واخلي او تاسې یې هم له ثواب څخه برخمن شۍ.

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *