چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د روسيې یوه جنګې الوتکه نسکوره شوې ده

د روسيې یوه جنګې الوتکه نسکوره شوې ده

د روسیې دفاع وزارت وايي چې یوه جټ الوتکه یې د ازوف سمندرګي پرسر د تمریني الوتنو پرمهال نسکوره شوې ده او دواړه پیلوټان یې لادرکه دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دې L-39 ډوله الوتکې پیلوټانو مخکې له دې چې الوتکه را پرېوځي خپل ځانونه د پاراشوټ په وسیله غوځار کړي دي. د چارواکو په خبره د پېلوټانو د موندلو عملیات پيل شوي دي. روسي خبري آژانسونو د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې ښايي پیلوټان ژوندي وي خو مرستندوی ټیمونه یې تراوسه په موندلو نه دي بریالي شوي. د روسیې دفاع وزارت وايي، په الوتکه کې مهمات نه و، او د دوی د لومړنیو موندنو له مخې د نسکوریدو علت یې تخنیکي ستونزې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: